مسؤلین: په بلخ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۲۷ قضیې ثپت شوي

د بلخ ولایت د ښځو چارو ریاست وايي چې د روان کال له پیل راهېسې په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د زور زیاتي ۲۲۷ قضیې له دوی سره ثبت شوي چې ډېرې یې کورني تاوتریخوالي او حقوقي مسئلې دي.

د دې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دغلته د ښځو په وړاندې په زور زیاتیو کې، وهل ډبول، وژنې، له کوره تېښته او جبري ودونه شامل دي.

د بلخ ولایت د ښځو چارو رئیسې شهلا حدید ازادي راډیو ته وویل:

”د روان کال په بهیر کې موږ د ښځو په وړاندې د زور زیاتي ۲۲۷ پېښې ثبت کړي چې پکې د کورني تاوتریخوالي جدي قضیې او حقوقي مسئلې شاملې دي او ډېرو ته یې څارنوالۍ رسېده ګي کړې ده."

خو په شمال زون کې د بشري حقونو د کمېسيون چارواکي وايي، د نا امنیو له کبله نه دي توانېدلي چې په سرپل، سمنګان، او بلخ ولایتونو کې له ښځو سره د زور زیاتي سلګونه قضیې ثبت کړي.