د واشنګتن د فشار په نتیجه کې عراق د کرکوک له سیمې یو ځل بیا د تېلو صادرات پيل کړل.
په کرکوک کې د عراق د مرکزي حکومت او د کردانو د نیمه خودمختارې سیمې ترمنځ د جنجال له امله له نېږدې یوه کال راهیسې تېل نه استخراجېدل.
د امریکا د متحد ایالتونو حکومت دواړه لوري وهڅول چې لانجه هواره کړي او تېل صادر کړي، ترڅو په نړیوالو بازارونو کې د ایران د خامو تېلو مخه ونیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هدر ناوئرت پرون په ټوېټر کې ولیکل چې د کرکوک د تېلو صادرات یو مهم ګام دی چې د ایران د تېلو د صادراتو مخه ورسره ونیول شي.
د عراق د تېلو د وزارت ویاند عاصم جهاد وویل چې له شوي تړون سره سم به له کرکوک څخه د ورځې له پنځوس زرو تر یولک بیرلو تېل استخراج شي.