د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره (سي. ای. اې) دې نتیجې ته رسېدلې ده چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي د وژلو امر ورکړی و.
دا خبره واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د یوه امریکایي چارواکي په وینا پرون خپره کړه، خو ریاض دا ادعا رد کړې ده.
سعودي خبریال جمال خاشقجي ته په دې سترګه کتل کېدل چې دی د ولیعهد محمد بن سلمان منتقد دی.
خاشقجي د امریکا په متحد ایالتونو کې ژوند کاوه او د واشنګتن پوسټ لپاره یې کار کاوه، دی د اکتوبر په دوهمه په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته ورغی او بیا ووژل شو.