د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې د کچې د لوړېدو لاملونه څه دي؟

په فراه، غزني او ځینو نورو ولایتونو کې د تېرې اوونۍ په جګړو کې د لسګونه سرتېرو له مرګ ژوبلې وروسته، د افغان ځواکونو د تلفاتو لوړوالي ته پاملرنه زیاته شوه.

تېره اوونۍ ولسمشر اشرف غني په خپلو نویو څرګندونو کې وویل چې له ۲۰۱۵ کال په راوروسته موده کې له اته ویشت نیم زرو زیات افغان پوځیان له وسله والو مخالفینو سره په جګړو کې وژل شوي دي.

ولسمشرغني د واشنګټن د جان هاپکینز په مشهور پوهنتون کې د پرمختللو نړیوالو مطالعاتو محصلینو ته د ویډیويي کنفرانس له لارې په وینا کې وویل، په هرځای کې چې افغان ځواکونو ته تلفات اووښتي، په دفاعي حالت کې وو.

ده زیاته کړه چې که افغانستان پیاوړی هوايي ځواک او کومانډو ولري، نو کولای شي چې له وسله والو مخالفینو څخه پراخې سیمې ونیسي.

د ولسمشر له څرګندونو وروسته په تېرو څو ورځو کې نور افغان سرتېري هم ووژل شول.

په تېره یوه اوونۍ کې په فراه، غزني او ارزګان ولایتونو کې د جګړې اور تود شو او په دې ترڅ کې یوازې د پنجشنبې په ورځ د فراه چارواکو په خاک سفید ولسوالۍ کې د لږترلږه دېرشو پولیسو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د فراه چارواکو د ازادي راډیو خبریال ته دا هم ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې په دې ولایت کې شااوخوا سل افغان سرتېري وژل شوي دي.

د افغان ځواکونو د تلفاتو زیاتوالي په عامو خلکو، ولسي جرګې او چارواکو کې جدي اندېښنې پارولې دي.

د دفاع وزارت ویاند د افغان ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي لپاره د حکومت په جنګي ستراتیژۍ کې د بدلون خبر ورکوي.

غفور احمد جاوید ازادۍ راډیو ته وویل، د نوې ستراتيژۍ له مخې په ناامنو سیمو کې د کوچنیو پوستو پرځای لوی بېسونه یا پوځي اډې جوړېږي.

غفور احمد جاوېد

ده وویل:

"پر دې ستراتیژۍ له تېرو دوه درېیو میاشتو راهیسې کار پیل شوی دی، په ځینو سیمو کې یو شمېر کوچنۍ پوستې چې ستراتیژیک اهمیت یې نه درلود، هغې سیمې ته نېږدې په بل ځای کې په بېس بدلې شوي، لوی بیسونه څو ګټې لري، یو دا چې ریزرف قوتونه به ولرو، بل تهاجمي عملیات به زیات شي او ترڅنګ یې موږ په خپل وخت ملاتړ کولای شو او د کومانډو او د هوايي ځواکونو عملیات کولای شو، دا پروسه پیل شوې ده او ښه نتیجه یې هم ورکړې او دا به په نورو سیمو کې هم عملي کېږي."

خو د پوځي چارو د کارپوه محمد رادمنش په نظر، د پوځي تلفاتو د لوړېدو عوامل نور دي.

ښاغلی رادمنش د امریکا پر وړاندې له طالبانو د ایران او روسیې د ملاتړ پر فکټور سربېره چې طالبان یې پیاوړي کړي دي، د ځینو نورو عواملو یادونه هم کوي.

دی وايي، یو شمېر جنرالان په نامناسب وخت کې تقاعد ته سوق شول او دې کار د جګړې د ادارې پر وړاندې یو لړ ستونزې جوړې کړي.

ښاغلی رادمنش ځینې نورې نیمګړتیاوې چې له کبله یې پوځي عملیات له خنډ سره مخ کېږي او په نتیجه کې یې د پوځیانو د تلفاتو شمېره لوړېږي، هم یادوي.

محمد رادمنش

رادمنش وایي:

"په دې وروستیو کې په خلکو کې پر دولت د بې اعتمادۍ له کبله لږ خلک د پوځ په لیکو کې خدمت ته تیارېږي او پوځي تجهیزات، لکه څنګه چې دفاع وزیر په پارلمان کې وویل، نشته، اکمالات هم له خنډ سره مخامخ دي، ځکه دښمن په لارو کې ماینونه ږدي او ګواښونه زیات شوي دي او الوتکې چې باید په ټاکلي وخت پوځ ته اکمالات ورسوي، زړې شوي او د تخنیکي عوارضو له کبله په تېر یوه کال کې اته الوتکې نسکورې شوې دي."

خو متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل دې موضوع ته له یوې بلې دریڅې ګوري.

ښاغلی امرخېل وايي، افغان پوځیانو ته ډېری وخت مرګ ژوبله په امنیتي پوستو کې د کمزورو تدابیرو له کبله اوړي.

ښاغلی امرخېل د هغو پوځي تکتیکونو یادونه کوي چې له مخې یې امنیتي پوستې باید په داسې موقعیتونو کې جوړې شي چې د ثقیلو وسلو د اور په وسیله د یوبل ملاتړ وکړای شي.

امرخېل د دولتي ځواکونو پر پوستو د حملو پرمهال د طالبانو د کمینونو پر وړاندې د اقداماتو پر اړتیا ټینګار کوي او وایي چې دې کمینونو ته باید ځوابي احتیاطي تدابیر ونیول شي.

عتیق الله امرخېل

ښاغلی امرخېل وایي:

"اکثره دښمن چې کله پر یوه پوسته عملیات کوي، په درېیو کتارونو کې حمله کوي، یوه ډله حمله کوي او دوه نورې ډلګۍ کمین نیسي، خو حتی دا مسئله هم حل نشوه، نو ځکه کله چې مرستندویې قطعې رسېږي، موقعیت ور معلوم نه وي او پوره راپور نه وي وررسېدلی، نو ځکه له کمین سره مخ کېږي."

د دفاع وزارت ویاند ښاغلی جاوید د افغان ځواکونو د تلفاتو د زیاتېدو دلایل سیاسي انګېزې بولي.

نوموړی وايي، د هېواد روانو سیاسي جریاناتو د دښمن تحرکات نور هم چټک کړي، خو جاوید وايي، مخالفینو ته هم درانه تلفات اوښتي دي.

ښاغلي جاوید وویل:

"جګړه توده شوې او د تودېدو علت یې دا دی چې ملي پروسې روانې دي، مثلاً پارلماني انتخابات یا د سولې هڅې، یو شمېر کړۍ هڅه کوي چې زموږ ملي پروسې سبوتاژ کړي، طبیعي ده چې تلفات لرو او په جګړه کې طبعاً تلفات وي، خو لاسته راوړنه مو دا ده چې د دوی د تلفاتو شمېر هم تر ۵-۶ چندو پورې لوړ شوی دی."

جنرال رادمنش چې تر څه مودې مخکې د دفاع وزارت ویاند و، د دولتي ځواکونو په پرتله د وسله والو مخالفینو ښه امکانات د افغان پوځیانو د تلفاتو د زیاتېدو یوبل علت ګڼي او وایي:

"د دولت وسله وال مخالفین نه یوازې کلاشينکوف، بلکې درازنوف لري، د شپې د لید وسیلې لري، په دې وروستیو کې یې بلو پایپ دافع هوا ترلاسه کړې، د توغندیو نور بېلابېل ډولونه لري او د افغانستان جغرافیه او خلک د وسله والو مخالفینو په لاس کې دي، دولتي قطعې چې سیمو ته ځي هماغه هاموی او رېنجر ګاډي لري او په عین حال کې له دې چې هلیکوپټرې یې کمې دي، نشي کولای چې ټولو ته ورسېږي، نو ځکه له ګواښ سره مخ کېږي."

د پوځ متقاعد جنرال ښاغلی امرخېل وايي، دولتي ځواکونه که څومره پرمختللي تجهیزات او وسلې ولري، خو چې روزنه ورنه کړل شي، ګټه نه لري او زیاتوي چې د دولتي ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي لپاره پرله پسې او دوامداره روزنه خورا مهمه ده.

ښاغلی امرخېل د وسله والو مخالفینو پرضد د جګړې د اغېزمن مدیریت لپاره د قطعو د قوماندانانو په توګه د مسلکي پوځیانو د ټاکنې پر اړتیا ټینګار کوي او وايي چې د دې په نتیجه کې به هم افغان ځواکونه د وسله والو مخالفینو پرضد په جګړه کې بریا ترلاسه کړي او هم به لږترلږه ځان خوندي کړي.

امرخېل وایي:

"هغه قوماندانان چې د جګړې سوق او اداره کوي، باید مسلکي وي او تجربه ولري، خو زموږ داسې نه ده، فقط دا د فلاني خان زوی دی، ورکړه رتبه، د دې یا هغه تنظیم غړی دی، دلته یا هلته یې مقرر کړئ، په سلو کې پنځوس برخه د ولسمشر ده او پنځوس د اجرائیه رئیس، دا چې مسلک لري یا یې نه لري، سواد لري که نه، د جګړې تجربه لري که نه، دا بیا بله ستونزه ده."

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي، افغان ځواکونه له جګړې سره په یو وخت کې د پوځي ښوونې او روزنې پروګرام هم عملي کوي.

ښاغلی جاوید هغه انتقادونه ردوي چې وايي، د افغان ځواکونو روحیات د طالبانو په پرتله کمزوري دي.

جاوید وایي:

"هغه جګړه چې ۱۵۰ زره نړیوالو ځواکونو له پرمختللو تجهیزاتو سره پرمخ بیوله، د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو اوږو ته لوېدلې ده، کله چې په جلال اباد کې د ملي اردو یو عسکر ځانمرګي ته غېږه ورکوي، د نورو ژوند ژغوري او قرباني ورکوي، ایا دا مورال او انګېزه نه ده؟ خو دا باید په نظر کې ولرو چې هم جګړه کوو او هم ښوونه او روزنه، یو لړ ستونزې به وي، خو زموږ د څلورکلن پلان له مخې چې اوس شپږکلن امنیتي پلان شو، هوايي ځواک درې چنده کېږي او کومانډو ځواک مو دوه چنده شوی، نو له دې سره به زموږ په سلو کې اتیا یا نوي ستونزې حل شي."

د پوځي چارو کارپوه ښاغلی امرخېل د حکومت پر اوسنۍ پوځي ستراتیژۍ انتقاد کوي او وايي چې روانه جګړه د یوه منظم پلان له مخې نه اداره کېږي.

ده وویل:

"له بده مرغه په افغانستان کې کوچانی کار روان دی، ها په هغه ځای کې وضعیت خراب دی، یو څو سرتېري ورولېږئ، دا فکر نشته چې ته دوی هلته استوې او دوی چې هلته له الوتکې کښته کېږي، هغه ځمکه ستا ده که نه، هلته دښمن کمین نیولی که نه، ته هلته حاکمیت لرې که نه، که نه وي، د حاکمیت لپاره باید څه وکړې، له کومې وسلې باید کار واخلې، څو ځواکونو ته ساحه پاکه کړې، اکثره موږ په داسې حالتونو کې تلفات ورکړي."

د دفاع وزارت ویاند ښاغلی جاوید او نور افغان چارواکي وايي، افغانستان د ترورېزم پرضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی او د ټولې نړۍ په نیابت دا جګړه پرمخ بیايي.

د دوی په وینا، اوس مهال په افغانستان کې له شلو زیاتې ترورېستي ډلې فعالیت کوي او افغان دفاعي امنیتي ځواکونه د دې ټولو ډلو پرضد جنګېږي.

ولسمشر اشرف غني د جان هاپکینز پوهنتون له محصلینو سره د ویډیویي کنفرانس له لارې په خبرو کې وویل، د افغان ځواکونو تلفات یو ناڅاپه وروسته له هغه لوړ شول چې د محاربوي چارو مسؤلیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو، خو ښاغلي غني زیاته کړه چې له دې سره په افغانستان کې د دېره نړیوالو ځواکونو په مرګ ژوبله کې هم د پام وړ کموالی راغی.

ولسمشر یادونه وکړه چې په تېرو څلورو کلونو کې یوازې ۵۸ تنه امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

ولسمشر غني له دې ټولو سره سره دا ډاډ هم ورکړ چې افغانستان دا جګړه نه بایلي او طالبان یې نشي ګټلای.