افغان حکومت له وچکالۍ ځپلو سره د مرستو د راجلبولو هڅه کوي

افغان حکومت وايي، هڅه کوي چې په افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو افغانانو سره د مرستې لپاره د جنيوا په کنفرانس کې د مرستندويو هېوادونو همکاري جلب کړي.

د خوړو نړيوال پروګرام يا (WFP) وايي، هغه درې ميليونه او پنځه لکه افغانان چې وچکالۍ ځپلي، عاجلو غذايي او نورو مرستو ته اړتيا لري.

په جنيوا کې د دې ادارې وياند پرون وويل، روانې وچکالۍ د افغانستان په شمال لوېديځ کې ٢٠ ولايتونه ځپلي دي.

د پېښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزير نجيب اقا فهيم پرون ازادي راډيو ته وويل:

"په پام کې ده چې دا موضوع د جدي ستونزې په توګه د جنيوا په راروان کنفرانس کې د افغانستان له ملاتړو او همکارو هېوادونو سره مطرح شي چې د هغوى پام راجلب شي، هڅې روانې دي، هيله لرو چې نتيجه ورکړي."

په پام کې ده چې د جنيوا کنفرانس د روانې نوامبر مياشتې پر ٢٧مه او ٢٨مه جوړ شي.

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د وچکالۍ له کبله څه باندې دوه لکه کسان بېځايه شوي دي.