په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د سیاسي او پوځي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغان حکومت او ولس د طاهر داوړ د مړي درناوی کړی او په درناوي یې پاکستاني چارواکو ته سپارلی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو ریاستي وزیر شهریار اپریدي تېره ورځ تور ولګاوه چې افغان حکومت ورسره په ننګرهار ولایت کې د موندل شوي پولیس چارواکي ایس.پي طاهر خان داوړ د مړي د سپارلو په لړ کې ښه چلند نه دی کړی.
اصف غفور
پر اپریدي سربېره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د حکومت پرځای ولس ته د طاهر خان داوړ د مړي پر سپارلو اندېښنه ښودلې او د پوځ د عامه اړیکو د څانګې مشر جنرال اصف غفور وویل:
"له اسلام اباده د طاهرخان داوړ تښتونې، په افغانستان کې یې د مړي موندل کېدل او بیا یې د مړي د سپارلو پر مهال د افغان حکومت چلند ډېرې پوښتنې پیدا کړي دي."
خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د جمعې په ورځ د پاکستان د سیاسي او پوځي چارواکو د بیانونو په غبرګون کې ویلي چې افغان مشرانو په پوره درناوي د پولیس افسر طاهر خان مړی تر موندلو وروسته له پښتني دود سره سم سمبال کړ او په تورخم کې یې پاکستانیو چارواکو ته وسپاره.
عمر زاخېلوال
نوموړي پر خپلې ټوېټرپاڼې پر دغې پېښې او د پاکستان د چارواکو پر څرګندونو خواشیني ښودلې او ویلي یې دي:
"دا هر څه باید د دوو ولسونو د یووالي لپاره وکارول شي، نه د هغوی د وېشلو لپاره."
د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور د کلیوالي سیمو پولیس افسر طاهر خان داوړ د اکتوبر په ۲۶مه د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباده له (جي۱۰) نومي سیمې نادرکه شو چې بیا وروسته یې مړی له ډیورند کرښې اخوا د افغانستان د ننګرهار ولایت په دور بابا سیمه کې وموندل شو چې مسؤلیت یې داعش وسله والې ډلې منلی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو ریاستي وزیر شهریار اپریدي د پنجشنبې په ورځ د دې هېواد مشرانو جرګې ته د وینا پر مهال ادعا وکړه چې طاهر داوړ له اسلام اباده تر تښتولو وروسته د پنجاب میانوالې سیمې ته وړل شوی او له هغه ځایه بیا د بنو له لارې افغانستان ته وړل شوی دی.
د طاهر خان داوړ مړی د جمعې په شپه ناوخته د پېښور په حیات اباد سیمه کې خاورو ته وسپارل شو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین په ګډون پکې لسګونو کسانو برخه اخیستې وه.
بل خوا عوامي نېشنل ګوند په خیبر پښتونخوا کې د پولیس مشر طاهر خان داوړ د تښتونې او وژنې پرضد د احتجاج اعلان کړی دی.
د دغه ګوند مشر اسفندیار ولي خان پر ټولنیزو رسنیو ویلي چې له اسلام اباده د طاهر خان داوړ تښتونې او بیا افغانستان ته لېږدونې یې ګڼې پوښتنې پیدا کړي دي.
د دغه ګوند یوه چارواکي میا افتخار حسین ویلي چې ګوند به یې د شنبې په ورځ د طاهر خان داوړ د وژنې پرخلاف د خیبر پښتونخوا صوبې په ټولو سیمو کې احتجاجي مظاهرې وکړي.