شمالي کوریا یو امریکایي وګړی له دغه هېواده وباسي

شمالي کوریا وايي، هغه امریکايي وګړی باسي چې یوه میاشت مخکې په غیر قانوني توګه دې هېواد ته داخل شوی و.

د شمالي کوریا خبري اژانس نن وویل، دا امریکايي د اکتوبر په ۱۶مه نیول شوی او اعتراف يې کړی دی چې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې په امر شمالي کوریا ته تللی دی.

شمالي کوریا دا نه دي ویلي چې دا امریکايي تبعه به کله وباسي.

شمالي کوریا په تېره میاشت کې د خپل مشر کیم جونګ اوون او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ترمنځ تر کتنې مخکې د ښه نیت څرګندولو لپاره درې امریکایان له زندانه خوشې کړل.