په تاجکستان کې د انګلیسي ژبې یو ښوونکی، ۴ زده کوونکي او پنځه ځوانان د ترورېزم په تور زنداني شوي دي.
د پایتخت دوشنبې یوې محکمې نن جهانګیر قاسموف د داعش لپاره د استخدام په قضیه کې مجرم وپېژانده او نوموړی يې په ۱۹ کاله بند محکوم کړ.
د ښوونکي قاسموف د ۴ زده کوونکو په ګډون، ۹ تنه نور سخت دریځۍ ته د تبلیغ او داعش ډلې سره د یو ځای کېدو په جرم له ۶ نیولې تر ۱۹ کلونو زنداني شول.
۲۲ کلن جهانګیر قاسموف منلې ده چې خپلو زده کوونکو ته يې د داعش ډلې لپاره تبلیغ کاوه.