په ننګرهار کې نېږدې شپېته کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

په ننګرهار ولایت کې نېږدې شپېته کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر خالد عمر رسنیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې یو تن چې غوښتل یې ۲۲ کیلو ګرامه چرس په یوه موټر کې د دې ولایت له یوې ولسوالۍ څخه جلال اباد ته قاچاق کړي، پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونیول.

په دوهمه پېښه کې د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې پولیسو دوه قاچاق کوونکي هغه مهال ونیول چې غوښتل یې ۳۷ کیلو ګرامه چرس په یوه کرولا موټر کې جلال اباد ښار ته قاچاق کړي.

تورن کسان تر لومړنيو څېړنو وروسته له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.