د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پنجشنبې له ورځې راهېسې یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۶۹ وسله وال ترهګر وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.
دفاع وزارت د جمعې د ورځې په سهار په یوې خبرپاڼې کې وویل چې وسله والو ته دا مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲ شریکو تعرضي عملیاتو، ۹۷ کومانډويي دندو او ۱۵ هوايي بریدونو په ترڅ کې اوښتې.
د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې ۱۹ وسله وال، د غور په چهار صدې ولسوالۍ کې ۱۶ وسله وال، د هلمند په نوازاد کې 7 وسله وال او د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې ۶ وسله وال وژل شوي.
دفاع وزارت زیاتوي چې په ننګرهار، میدان وردګ، ارزګان، غزني، پکتیا او فاریاب ولایتونو کې یې هم عملیات کړي چې په کې یې وسله والو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې.
د دفاع وزارت په دې اعلامیه کې افغان حکومتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو راپورونه وايي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو په وروستیو بریدونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.
په دې لړ کې وړمه شپه د فراه ولایت په نښتو کې لسګونو افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو راپورونه ورکړل شوې دي.