پوتین د اوکراین له راتلونکي نوي حکومته د کړکېچ د هواري تمه لري

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د اوکراین په ختیځ کې تر هغې د سولې د ټینګښت خواته د پرمختګ تمه نه لري، څو چې راتلونکی کال د اوکراین د ولسمشرۍ انتخابات نه وي شوي.

پوتین هیله ښودلې چې په دې انتخاباتو کې به په اوکراین کې نوی ولسمشر واک ته ورسېږي.

د اوکراین د ولسمشر پټرو پوروشینکو دفتر د پوتین دا څرګندونې غندلي او هغه یې د اوکراین د ولسمشرۍ په انتخاباتي مبارزو کې د دې مبارزو تر پیل مخکې مداخله بللې ده.

په سنګاپور کې یوې خبرې غونډې ته د خبرو پر مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، د جرمني، فرانسې، روسیې او اوکراین د مشرانو له خوا هغه هڅې به چې د مینسک د سولې د پلان د عملي کېدو لپاره یې کوي، د یو وخت لپاره بې معنی وي.

پوتین زیاته کړه، دی هیله لري چې راتلونکی کال به کییف کې نوې اداره رامنځته شي چې دده په وینا به د اوکراین د حکومت او روس پلوو بېلتون غوښتونکو ترمنځ د کړکېچ سوله ییز هواري ته په خپل کاري لومړیتوب کې ځای ورکړي.

د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بېلتون غوښتونکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ له ۲۰۱۴ میلادي کال راهېسې په پیل شوي کړکېچ کې تر اوسه تر لسو زرو زیات کسان وژل شوي دي.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر د رسنیو مسؤل سویڅسلاو څیهولکو پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې ولسمشر پوروشینکو د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ د سیاسي هواري غوښتونکی دی، خو زیاتوي چې د تېري کوونکي هېواد پر شرایطو نه.