- نیویارک ټایمز
د افغان پوځیانو د تلفاتو مسلې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پام ځان ته جلب کړی دی. د ورځپاڼې په لیکنه له ۲۰۱۵ کال راهیسې څه باندې ۲۸ زره پولیس او د پوځ سرتیري وژل شوي دي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په لیکنه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني روانه اوونۍ دا شمېرې په ډاګه کړې.
نیویارک ټایمز لیکي ښاغلي غني په دې کار سره د افغان پوځیانو د تلفاتو په اړه د خپل حکومت چوپتیا ماته کړه.
نیویارک ټایمز :د نومبر له نهمې تر پنځلسمې لږ تر لږه ۲۴۲ افغان پوځیان وژل شوي دي.
د ورځپاڼې په لیکنه د نومبر له نهمې تر پنځلسمې لږ تر لږه ۲۴۲ افغان پوځیان وژل شوي دي.
نیویارک ټایمز لیکي د ولسمشر غني له خوا د دغو اعلان شویو شمېرو له ورځې هره ورځ ۲۵ سرتیري، هره اوونۍ ۱۷۵ او هر کال څه باندې نهه زره افغان سرتیري وژل کیږي.
- ارمي ټایمز
او ارمي ټایمز خپرونې د یوتا وژل شوي ښاروال برنټ ټیلر باندې مقاله لیکلې ده.
د یوتا ښاروال د نومبر په دریمه د امریکا د ملي ګارډ د پوځیانو په چوکاټ کې په افغانستان کې ووژل شو.
ارمي ټایمز د دغه امریکايي افسر د کورنۍ په حواله لیکلي دي چې ټیلر هڅه کوله څو نورو ته ازادي وبښي.
د خپرونې په لیکنه د ۳۹ کلن برنټ ټیلر جسد د چهارشنبې په ورځ له افغانستانه یوتا ایالت ته انتقال شو.
له برنټ ټیلر اوه بچیان پاتې دي.
د ارمي ټایمز په لیکنه د لسګونه موټرسایکلو کاروان چې د امریکا بیرغونه یې درلودل د ملي ګارډ په ور کې انتظار ایست څو د برنټ ټیلر مړی راوړل شي او بیا ورسره یوځای ولاړ شي.
ټیلر چې د ښاروالۍ له دندې یو کال رخصت اخیستی و د افغان کمنډو ځوکونو روزنه یې کوله.
هغه دا تمه نه درلوده چې د ده په لاس روزل شوی کمنډو سرتیری دې بېرته ده ته د ټوپک شپیلۍ ونیسي او ويې ولي.