د افغانستان ملي اسلامي جنبش وايي، د دې ګوند مشر عبد الرشید دوستم به په راتلونکو انتخاباتو کې ځان کاندید نهکړي.
د جنبش ګوند یوه غړي احمد تهینج نن ازادي رادیو ته وویل، دوی به پوره قوت سره د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ونډه واخلي، خو د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال پُسټ ته به د دوستم پر ځای بل څوک کاندید کړي.
تراوسه ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبد الله عبدالله د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو د خپلې کاندیداتوری خبره کړې ده.