د سعودي عربستان لوی څارنوال ۵ هغو کسانو ته د مرګ د سزا غوښتنه کړې ده چې د خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې په لاس لرلو تورن دي.
د سعودي د لویې څارنوالۍ یوه چارواکي نن په پایتخت ریاض کې وویل، د هغو ۱۸ کسانو له ډلې څخه چې د خاشقجي د قتل په قضیه کې په لاس لرلو تورن دي، ۱۱ يې تر عدلي تعقیب او پلټنو لاندې دي.
که څه هم د سعودي لویه څارنوالۍ د دغو ۱۱ تورونو نومونه نهدي په ډاګه کړي، خو چارواکو ویلي چې پهدې ډله کې د سعودي د استخباراتو د ادارې پخوانۍ مرستیال هم شامل دی.
د سعودي لویې څارنوالۍ ویلي، دوی د جمال خاشقجي د قتل په قضیه کې له ترکيې څخه اسنادو او شواهدو ته منتظر دي.
خبریال جمال خاشقجي په تېر اکتوبر میاشت کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.