د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سولې پروسه د دغې شورا له واکه وتلې ده.
د مسکو له ناستې او د سولې په برخه کې کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځآنګړي استازي زلمي خلیلزاد له سفرونو وروسته، افغان چارواکي د سولې په تړاو اندېښنې ښيي.
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۴» په یوې ناسته کې چې د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو د انسټټیوټ لهخوا جوړه شوې وه وویل، د سولې پروسه د دغې شورا له لاسه وتلې ده.
حبیبه سرابي
نوموړې زیاته کړه:
"اوس د سولې پروسه د سولې عالي شورا له لاسه وتلې ده، حتی د ژینو ناستې ته چې د سولې موضوع پهکې مطرح کېږي د دغې شورا، یو غړی هم بلل شوی نهدی."
د سولې عالي شورا له لاسه د سولې د پروسې د وتلو خبرې په داسې حال کې کېږي چې د تېرې جمعې په ورځ په مسکو کې د سولې په اړه ناسته جوړه شوې وه.
په دې اړه نور:
ډیلي ټیلیګراف: د مسکو په ناسته کې دواړو لوریو یوازې خپل وړاندیزونه مطرح کړلطالبانو پهدغه ناسته کې ویلي چې اوس له افغانستان سره د سولې خبرو ته نه، بلکې له امریکا سره خبرو ته حاضر دي.
دغهشان په روانه اوونۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان، عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان استازو هم د افغانستان د سولې په تړاو په ابوظبي کې سره لیدلي دي.
بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د دوهم ځل لپاره افغانستان او د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.
زلمی خلیلزاد
ویل کېږي چې زلمی خلیلزاد به پهدغه سفر کې قطر ته ولاړ شي او د طالب چارواکو سره به وویني، د ده په مشرۍ به امریکايي پلاوی تر راتلونکې سې شنبې پورې په هغه هېواد کې پاتې او بیا به پاکستان ته لاړ شي.
ښاغلي خلیلزاد تېره میاشت په قطر کې د طالبانو له استازو سره خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې مخکې له دې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې الېس ولز په مشرۍ یو ډیپلوماتیک پلاوي، د جولای په میاشت کې په قطر کې د طالبانو له استازو سره لیدلي دي.
بلخوا د افغانستان د سولې عالي شورا یو بل مرستیال عزیزالله دین محمد د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د سولې او پرمختګ د اسلامي حزب د موجودیت اعلان وکړ.
عزیز الله دین محمد
دی وايي چې د سولې د ټینګښت په خاطر یې دغه ګوند تأسیس کړی دی.
ښاغلی دین محمد زیاتوي:
"دغه جنګ څنګه مهاروو؟ څرنګه د خلکو قناعت حاصل کړو؟ د دوی د قناعت حاصلولو لپاره باید سولې ته کار وکړو. د افغانستان د سولې او ترقۍ اسلامي حزب به، په هېواد کې د سولې لپاره وروستۍ هڅې وکړي."
په ورته وخت کې د افغانستان د خلاصون لارې د عالي شورا مشر سید اکبر اغا د پنجشنبې په ورځ یوې غونډې ته وویل چې د سولې خبرې باید د افغانانو ترمنځ ترسره شي.
ده وویل، د طالب بندیانو د خوشې کېدلو لړۍ کولای شي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته زمینې برابرې کړي.
راپور: خان محمد سیند