په پکتیکا کې یو تن وسله‌والو ته د مهماتو په برابرولو نیول شوی

د افغانستان ملي امنیت وايي، په پکتیکا ولایت کې يې یو تن د دولت ضد وسله‌والو ته د وسلو او مهماتو د برابرولو په تور نیولی دی.

ملي امنیت نن په یوه بیان کې ویلي دي دا ۱۷۹ میله وسلې د بهاول په نوم د وسله‌والو یوه قوماندان چې په ایوبي مستعار نوم يې فعالیت درلود د پکتیکا سروبي ولسوالۍ ته راوړې وې.

بیان وايي، دا وسلې چې ۱۶۸ میله تفنګچې، ۷ کلاشنکوفونه او څلور زره مرمۍ دي په یوه موټر کې تر لرګیو لاندې ځای پرځای شوې وې او د ډیورند له کرښې هاغې غاړې څخه يې غزني ولایت کې انتقالېدې.