سلمان‌خېل: داعش هڅه کوي چې کابل ته نېږدې خپل هدفونه تعقیب کړي

افغان پوځي کارپوهان د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د داعش د یو شمېر کورنیو ځای پرځای کېدل خطرناک بولي.

د دغو کارپوهانو له ډلې حی‌ګل سلمان‌خېل وايي، داعش هڅه کوي چې کابل ته نېږدې سیمو کې ځای پرځای شي او خپل هدفونه تعقیب کړي.

له ښاغلي سلمان‌خېل سره د ازادي راډیو خبریال رحمت الله افغان مرکه کړې او په سر کې د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د داعش د کورنیو د ځای پرځای کېدو په اړه پوښتنه کړې.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي سلیمانخیل سره مرکه