د اروپايي ټولنې مشر ډونالد ټوسک د روانې نومبر میاشتې په ۲۵مه نېټه د اروپايي سرمشریزې د جوړېدو غوښتنه کړې ده چې له دې اتحاديې څخه د بریتانيا د وتلو معامله تأیید کړي.
ډونالد ټوسک نن وویل، که کومه فوقالعاده پېښه ونهشي نو د اروپايي شورا غونډه به جوړه کړي چې له دې ټولنې څخه د بریتانيا د وتلو معامله نهايي کړي.
تر دې یوه ورځ مخکې د اروپايي ټولنې مرکچي او د بریتانيا صدراعظمې ترزا مې اعلان وکړ چې له اروپايي اتحاديې څخه د بریتانيا د وتلو په یوه ۵۸۵ مخیزه مسودهيې موافقه کړې ده.
د بریتانيا خلکو د ۲۰۱۶ میلادي کال د جون د ۲۳مې په ټولپوښتنه کې له اروپايي ټولنې څخه وتلو ته رأیه ورکړه.