د ۲۰۱۶ میلادي کال د اکټوبر په ۵مه، اروپايي اتحادیې او د افغانستان حکومت په ګډه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان په اړه غونډه راوبلله چې د ۷۵ هېوادونو او ۲۶ نړیوالو سازمانونو او غیر دولتي مؤسسو استازو ګډون پهکې کړی وو.
پهدې غونډه کې د افغانستان حکومت خپله د اصلاحاتو اجنډا اعلان کړه، څو نړیوالو ته قناعت ورکړي چې خپلې مرستې جاري وساتي.
د بروکسل په کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې استازو له افغانستان سره په مجموع کې ۱۵،۲ میلیارده ډالره مرستې ژمنه وکړه چې ۵،۶ میلیارده ډالر د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو له لوري ورته منل شوي وو.
د افغانستان حکومت د خپلو اصلاحاتو اجنډا د «له ۲۰۱۷ تر۲۰۲۱ میلادي کاله د افغانستان د سولې او ملي پرمختګ کاري چوکاټ» تر نوم لاندې د بروکسل په کنفرانس کې وړاندې کړه.
د غونډې ګډونوالو له افغانستان سره د نورو څلورو کلونو لپاره د سیاسي او مالي ملاتړ ژمنه وکړه او د افغانستان د حکومت د سولې او ملي پرمختګ پلانیې تأیید کړ.
له افغانستان سره د مرستې د دې استثنايي تعهد هدف دا وو چې افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات پر لور حرکت جاري وساتي.
د افغانستان حکومت د بروکسل په کنفرانس کې وویل چې د امنیتي چارو لګښتیې په کال کې پنځه میلیارده ډالرو ته رسېږي او باید پیسې ورته وسپموي.
حکومت وویل، غواړي چې د مالیې په ګډون د کورنیو عوایدو د زیاتولو، د اداري فساد د مخنیوي، سوء استفادې او اضافي مصرف د مخنیوي له لارې دا لګښت کم کړي.
پهدې راپور کې هغو پرمختګونو ته چې په ټولنیزو چارو کې ورته اشاره شوې او ویل شوي:
- د افغانستان په ښوونځیو کې له درېیو زدهکونکو یوه نجلۍ ده.
- د ماشومانو او میندو د مړینې شمېره ۴۵،۵ فیصده کمه شوې ده.
- د تنفسي ناروغیو له امله د ماشومانو مرګونه ۷۰ فیصده کم شوي دي.
خو د هغو ستونزو په اړه هم معلومات پهکې ورکړل شوي و چې د لهمنځه وړلو لپارهیې د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا ده، مثلاً:
- د افغانستان د وګړو ۳۵ فیصده برخې ته د څښاک پاکې اوبه نهرسېږي.
- د افغانستان ۴۰ فیصده وګړي د فقر تر نړیوال حد په ښکته حالت کې ژوند کوي یا په ورځ کې تر یو ډالر او ۲۵ سنټو کم عاید لري.
- هره میاشت ۱۰۰ افغانان لا هم د ماین په چاودنه کې قرباني کېږي.
- کرنیز عواید
پر ځان د اتکا زیاتولو او د عوایدو د ډېرولو لپاره به کرنیزې ځمکې ۲،۷ میلیونه هکټار او د غنمو تولید به ۵،۹ میلیونه مټریک ټنو ته زیات کړي.
- کاسا زر
افغانستان حکومت ژمنه وکړه چې د کاسا ۱۰۰۰ او ټاپي پروژو ته به چې د سیمهییز اتصال سبب کېږي، په اداري برخه کې سهولت جوړ کړي.
- روغتیايي او تعلیمي امکانات
حکومت همداراز د بنیادي صحي او تعلیمي امکاناتو د برابرولو لس کلن پروګرام ته اشاره وکړه او ویېویل چې په څلورو کلونو کې به د پاکو اوبو ۲۰ زره سرچینې جوړې کړي.
- ټاپي
حکومت ډاډ څرګند کړ چې ټاپي «ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند» د ګاز پايپلاین او نورې ټرانزیتي پروژې بهيې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله په ګټه برابرې شي او په اقتصادي خودکفايي کې به مرسته ورسره وکړي.
- د ښځو حقوق
حکومت د ښځو د حقونو په برخه کې د خپل فعالیت په اړه وویل چې په ۱۵ کلونو کې به د ښځو د اقتصادي ودې پر پروګرامونو ۲۵۰ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه وکړي.
په هغه پنځه کلن پراختیايي پلان کې چې د افغانستان حکومت د بروکسل کنفرانس ته وړاندې کړ، ژمنه شوې وه چې پورونه به کموي او یوازې د پيسو د نړیوال صندوق د شرایطو پر اساس اخلي.