د تاشقرغان د انارو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د تاشقرغان سیمې د انارو سږني حاصلات ۲۴ زره ټنو ته رسېدلي دي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس محمد سالم ساعي وايي، په تاشقرغان کې په ۱۶ زره جریبه ځمکه کې د انارو ونې کرل شوي چې له هر جریبه‌یې د انارو حاصلات يو زر او ۵۰۰ کېلو ګرامو ته رسېږي.

ښاغلی ساعي وايي، د تاشقرغان انار له ښه کیفیته برخه‌مند دي چې د کورنیو بازارونو تر څنګ په هند، پاکستان او ازبکستان کې هم ښه بازار لري.

د نوموړي په خبره، په بلخ ولایت کې د انارو زیاتره بڼونه د کرنې او مالدارۍ وزارت په همکارۍ د بڼوالۍ د ودې او پرمختګ په هدف جوړ شوي دي.