اروپایي هېوادونو ته د قره‌قل د پوستکي صادرات کم شوي

په بلخ ولایت کې د قره‌قل د پوستکي انسټټیوټ مسؤلین وایي، اروپايي هېوادونو ته د قره‌قل د پوستکي صادرات کم شوي دي.

د دغه انسټټيوټ مدیر محمد عارف ازادي راډیو ته وویل چې په نړیوالو بازارونو کې د قره‌قل د تقاضا د کموالي له امله د تېرو کلونو په پرتله د دغه محصول په صادراتو کې پنځوس سلنه کموالی راغلی دی.

د معلوماتو له مخې، د قره‌قل پوستکی تر ډېره د افغانستان له شمالي ولایتونو لکه فاریاب، سرپل، جوزجان، بلخ او سمنګان نه ترلاسه کېږي.

د ښاغلي عارف په خبره، د افغانستان د قره‌قل پوستکي تر ډېره اروپايي هېوادونو، فنلند، روسیې او ډنمارک ته صادرېږي.

د افغانستان د قره‌قل له پوستکي په اروپايي او نورو هېوادونو کې د خولیو، بالاپوشونو، جمپرونو او نورو توکو په جوړولو کې کار اخيستل کېږي.