چارواکي: جاغوري او مالستان کې به د تېرو ورځو سخته جګړه مهار شي

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې پراخ پوځي عملیات پیل او د تېرو ورځو سخته جګړه به مهار کړي.

طارق شاه بهرامي، ویس احمد برمک او د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزی نن ولسي جرګې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي وضعیت په اړه د استجواب لپاره ورغوښتي وو، خو د ملي امنیت رئیس غونډې ته نه‌و ورغلی.

دغو امنیتي چارواکو دا رد کړه چې ګواکې په مالستان کې جګړه قومي بڼه لري.

دوی وایي، وسله‌وال مخالفین د جګړو په ترڅ کې د قومونو ترمنځ د نفاق اچولو هڅې هم کوي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال محمد شریف یفتلي، په مشرۍ یو پلاوی په غزني کې دی، څو امنیتي وضعیت وارزوي.

د غزني ولایت امنیتي وضعیت په دا وروستیو ورځو کې له سخت ګواښ سره مخامخ دی.

زیاتې سیمې یې د وسله‌والو لاس ته لوېدلې دي او پر ځینو نورو سیمو د طالبانو له‌خوا پراخ بریدونه روان دي.