اورنګ صمیم: په سراج العمارت بڼ کې موزیم جوړوو

د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې:

د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه مریم توخي وړاندې کوي.

په هنر جاج کې اورنګ صمیم په ننګرهار کې د تاریخي ابدو په اړه غږېږي.

په فنکار برخه کې له ترنم ویوونکي مولوي سید رسول مظهري سره د هغه په فن غږېدلي یوو.

په زرپاڼه کې د لرغوني هند یوه تاریخي او فلکوریکه کیسه سندرا او چندنا در اوروو.

په ادب جام کې به د پښتو ادبي تاریخ د منځنۍ دورې شاعر واصل احوال واورئ.

او په وریښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې شپاړسم سرود واورئ.

لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ازادي راډيویي مجله