د پيسو نړیوال وجهي صندوق یا (ای. ام. اف) وړاندوینه کوي چې د روان کال تر پایه به په ایران کې انفلاسیون یا مالي تورم ۴۰ فیصده زیات شي.
(ای. ام. اف) پرون په یوه راپور کې چې د منځني ختیځ د اقتصاد په اړهیې لیکلی و، وویل چې پر ایران د امریکا نوي بندیزونه به د دغه هېواد اقتصادي سرانه عاید یو نیم فیصده نور هم کم کړي.
د پيسو نړیوال وجهي صندوق وايي، په دې سره به راتلونکی کال د ایران اقتصادي نزول ۳،۶ درجو ته ورسېږي.
په ۲۰۱۵ کال کې کله چې ایران له اټمي قدرتونو سره اټمي موافقه لاسلیک کړه، اقتصادي ودهیې ۱۲ نیم فیصده وه او پراختیا یې کړې وه.
په ایران کې د پیسو د بدلولو رسمي او نارسمي نرخ ډېر توپیر لري او ایراني ریال یا تومان په ډېرې چټکۍ سره خپل ارزښت له لاسه ورکوي.