په کندز کې د خلکو او پولیسو ترمنځ د لا همغږۍ غونډه ترسره شوه

په کندز کې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د ولسي پولیسو د عمومي قوماندانۍ له لوري د خلکو او د پولیسو ترمنځ د لاهمغږۍ او سلا مشورې غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کندز د مرکز او د دې ولایت د ولسوالیو د پولیسو چارواکو او دغه‌راز قومي مشرانو، مدنې فعالانو، ځوانانو او دیني عالمانو هم ګډون کړی و.

د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو د ریاست سرپرست محمد طیب نبي‌زاده د دغې غونډې د هدف په اړه رسنیو ته وویل:

"موږ غواړو چې د دغه‌شان غونډو او مشورتي ناستو له لارې د مرکز او د ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې واورو او دغه‌راز خلکو ته د دې زمينه برابروو چې خپلې ستونزې مخامخ له اړوندو چاروکو سره شریکې کړي، څو د خلکو ستونزو ته په وخت سره رسېدنه وشي."

په کندز کې د پولیسو او د خلکو ترمنځ دغه مشورتي ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې لاهم په دغه ولایت کې امنیتي ستونزې او ګواښونه پر خپل ځای دي او وخت نا وخت د دې ولایت ولسوالۍ او د ښار اړوند نږدې څنډې د وسله‌والو طالبانو د وسله‌والو تحرکاتو شاهدې وي.