په ننګرهار کې نن سې شنبه په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۱ نور زخمیان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګياڼي د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې چاودېدونکي مواد په یوه سراچه موټر کې ځای پرځای شوي وو.
چاودنه د ننګرهار په غنيخېلو ولسوالۍ کې شوې ده.
د حملې مسؤلیت چا نهدی اخیستی.