که په پاکستان کې طالب زندانيان د افغانستان د سولې له پروسې سره صادقانه همکاري وکړي، ازادېدلیې کولای شي، په دغه بهیر تأثیر واچوي.
وروسته له هغې چې پاکستان دوه نور طالب قوماندانان ازاد کړل، د افغانستان د سولې عالي شورا هیله ښيي چې د دوی ازادېدل به د هېواد د سولې په بهیر مثت تأثیر واچوي.
د دغې شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۲» کابل کې خبریالانو ته وویل چې تېر ته او د سولې مذاکراتو ته د دغو دوو ازاد شویو طالب زندانیانو تمایل ته په کتو، ممکن د دوی خلاصون د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له مذاکراتو سره مرسته وکړي.
مولوي عبدالخبیر اوچقون
دی وايي:
"د پاکستان له لوري د بندیانو ازادول، که د راخلاص شویو کسانو شالید ته وکتل شي، دوی د بندي کېدو پر مهال د سولې مذاکراتو او ډیالوګ ته لږ تمایل درلود، که موږ نتیجې ته ولاړ شو، د دوی راخلاصون کولای شي د سولې بهیر ته ګټور واقع شي."
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د یو شمېر طالب چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د طالبانو د وخت د افغانستان بانک رئیس عبدالصمد ثاني او د دغې ډلې یو بل قوماندان صلاحالدین د دوشنبې په ورځ د پاکستان له زندانونو ازاد شوي دي.
په دې اړه نور:
د سولې عالي شورا: ملاعبدالغني برادر د "اعتماد "وړ سړی دیله دې وړاندې د طالبانو د بنسټګر ملا عمر مرستیال ملا برادر هم د پاکستان له زندانه ازاد شوی و.
د راپورنو له مخې اوس هم د پاکستان په زندانونو کې نامعلوم شمېر طالبان د بېلابېلو عواملو له امله د بند شپې ورځې سبا کوي.
ویل کېږي دغه طالب مشران وروسته له هغې خوشې شول چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد له پاکستاني او افغان چارواکو سره لیده کاته وکړل.
اوس پوښتنې دا دي چې:
- ایا راخلاص شوي طالب قوماندانان به رښتیا هم د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي؟
- د طالب قوماندانانو ازادېدل به د سولې پر پروسې څه تأثیر واچوي؟
د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر او د طالبانو د رژیم پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا دغه پوښتنې داسې ځوابوي:
سید اکبر اغا
"بلې مرسته کولای شي، هېڅ شک نهشته چې دغه کسان په طالبانو ملکي او نظامي زیات تأثیر لري، د طالبانو په منځ کې یو دود دی هغه کسان چې له زندانه خلاص شي او د ملګرتیا لپاره او دا چې د مظلومیت دورهیې تېره کړې وي طالبانیې زیات قدر کوي."
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان د سولې عالي شورا او طالب استاز او همدا شان د ۱۲ هېوادونو له استازو سره د مسکو په غونډه کې ګډون کړی وو.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره د سیمې یو شمېر هېوادونو ته خپل سفرونه پیل کړي دي.
راپور: رحمتالله افغان