هیومن رایټس واچ: پاکستان د نړۍ تر ټولو نیمګړی تعلیمي نظام لري

د بشري حقونو د څار ټولنه په یو نوي راپور کې وايي چې په پاکستان کې سیاسي بې‌اعتمادي، د وسله‌والو ډلو تشدد، بې‌وزلي او د دولت له‌خوا ځپونکي اقدامات د دې باعث شوي چې دا هېواد د نړۍ تر ټولو نیمګړی تعلیمي نظام ولري.

هیومن رایټس واچ په خپل راپور کې چې نن خپور شو په پاکستان کې د ښځو د تعلیم په وړاندې خنډونو ته اشاره کوي او وايي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ د هېوادونو سرمشریزې د پاکستان تعلیمي نظام د نړۍ تر ټولو ناوړه نظام وباله، خو له هغه په راوروسته کلونو کې هم د پاکستان په تعلیمي نظام کې په تېره د نجونو په برخه کې هېڅ‌راز بدلون نه‌دی راغلی.

د راپور له مخې د پاکستان له ۲۲ میلیونه زیات ماشومان ښوونځیو ته نه‌ځي چې په دې ډله کې له درېیو یوه برخه نجونې دي چې لومړنیو ښوونځیو ته له تلو بې‌برخې دي او په سلو کې ۲۱ هلکان دي.

راپور یادونه کوي چې په سلو کې ۵۹ نجونې او په سلو کې ۴۹ هلکان له شپږم ټولګي وروسته ښوونځي ته نه‌ځي ځکه کار کولو ته اړ وي.