رستمي: د پنځو مسلخونو د جوړولو چارې خصوصي سکټور ته سپارل کېږي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، هڅې روانې دي چې د پنځو مسلخونو د جوړولو چارې خصوصي سکټور ته وسپاري.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه کار هدف د حکومت د عوایدو لوړوالی او په اړونده برخه کې سمون راوستل دي.

له يادو پنځو مسلخونو دوه‌یې د کابل ولایت د بګرامیو په ریشخور کې او درې نور یې په هرات، بلخ او کندز ولایتونو کې جوړېږي چې په ټوله کې د دغو پنځو مسلخونو په جوړولو باندې ۶ میليونه ډالر لګښت راځي.

ښاغلی رستمي وايي، هر يو مسلخ به په يو وخت کې د ۵۰۰ پسونو او ۱۰۰ غویانو او مېښو د ذبحه کولو ظرفیت ولري چې هره میاشت به نږدې ۹۰۰ میليونه کېلو غوښه بازار ته وړاندې کوي چې له لارې به‌یې خلکو ته د کار زمینه مساعده شي.