د ترکیې ساحلي ګارډ وایي چې د دې هېواد په لوېدیځ سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې چې ۱۴ افغانان او یو ایرانی پهکې سپاره وو، د درې ماشومانو په ګډون پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ساحلي ګارډ په وینا پهدغه پېښه کې چې پرون دوشنبه وشوه پنځه تنه نور تري تم دي.
په ورکو شویو پسې د لټون عملیات دوام لري.
درې تنه د سیمې کب نیوونکو د کوچنیو کښتیو په ذریعه ژغورلي او دوه تنه هم توانېدلي چې ځانونه له اوبو راوباسي.
اروپا ته له ترکیې د کډوالو او پناه غوښتونکو د هغه پراخ بهیر په ترڅ کې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال پیل شوی و، له یو میلیون زیات کډوال اروپا ته لاړل.
د افغانانو په ګډون ډېر دغه کډوال په منځني ختیځ او افریقا کې د جګړو او بېوزلۍ له امله تېښتې ته اړ شوي دي.