زلمي خلیل‌زاد په کابل کې له عبدالله عبدالله سره وکتل

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د افغانستان د حکومت له اجرائیه رئیس سره په کتنه کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر پر مخ بیولو تأکید وکړ.

زلمي خلیل‌زاد پرون دوشنبه په کابل کې له عبدالله عبدالله سره وکتل.

د عبدالله مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډيو ته وویل:

"ښاغلي خلیل‌زاد څرګنده کړه چې واشنګټن ژمن دی چې د سولې بهیر به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته وړي او امریکا او نور هېوادونه به د اسانتیاوو برابرونکو په توګه رول لوبوي. اجرائیه رئیس هم تأکید وکړ چې د سولې د پروسې په تړاو باید د افغانستان خلکو ته ګام په ګام معلومات ورکړل شي."

ښاغلي خلیل‌زاد د یکشنبې په ورځ دغه‌راز له افغان ولسمشر اشرف غني سره هم کتلي و.

د خلیل‌زاد دغه لیدنې کتنې د هغو هڅو یوه برخه ده چې هدف‌یې د افغانستان د حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لاره هوارول دي.

ټاکل شوې چې نوموړی به په‎دې سفر کې پاکستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته چې د طالبانو سیاسي دفتر په‎کې فعال دي، هم ولاړ شي.