په یمن کې ډاکتران: په حدیده ښار کې ۱۵۰ تنه وژل شوي

په یمن کې ډاکتران په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بندري ښار حدیده په جګړو کې د لږ تر لږه ۱۵۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د یمن حکومت پلوي ځواکونه چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف‌یې ملاتړ کوي، د حوثي یاغیانو په وړاندې چې د ایران له ملاتړه برخه‌مند دي، جګړه مخ ته وړي او هڅه کوي چې حدیده ښار له دغو یاغیانو تصفیه کړي.

په عین حال کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هانت پرون دوشنبې د سعودي عربستان له پاچا سلمان سره وکتل، څو پر هغه فشار راوړي چې په یمن کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو ملاتړ وکړي.

د بریتانیا تر څنګ، امریکا او فرانسې هم په یمن کې د شخړو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.