ایران د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال تړون ته ژمن پاتې شوی

د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې اداره وایي چې ایران له خپله اړخه د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال تړون ته ژمن پاتې شوی دی.

دا وروسته له هغې چې واشنګټن پر تهران د تېلو بندیزونه بېرته ولګول، د دغې نړیوالې ادارې لومړنی راپور دی چې خپرېږي.

د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې «IAEA» په دغه راپور کې چې پرون دوشنبه‌یې په ویانا کې له خپل مقره خپور کړی ویلي چې د ایران د غني شویو یورانیمو زېرمې او د دغسې موادو د تولید لپاره د دې هېواد وړتیاوې له هغو حدودو ټیتې دي چې په‎دغه تاریخي تړون کې ټاکل شوي دي.

د دغې ادارې له‎خوا د سیمه‎ییزو څېړنو ځینې برخې مخکې له هغې چې د نومبر په پنځمه پر ایران د واشنګټن دغه نوي بندیزونه جاري شي، ترسره شوي دي، خو یوه جګپوړي ډیپلومات چې له وضعیته خبر دی ویلي چې د دې کومه نښه نه‌لیدل کېږي چې له هغه وخت راهیسې دې د ایران له لوري په همکاري یا په دریځ کې کوم بدلون راغلی وي.

د «IAEA» مشر یوکیا امانو په دغه راپور کې چې خبریالانو هم لیدلی لیکلي چې ایران په بشپړه توګه اټمي څارونکو ته اجازه ورکړې چې له اټمي تأسیساتو یې کتنې ترسره کړي.