د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد باید په هغو هېوادونو فشار زیات کړي چې لا هم ترورېستانو ته خوندي پتنځایونه ورکوي او له دوی سره پوځي او مالي مرستې کوي.
اجرائیه ریاست دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې ښاغلی خلیلزاد یو وار بیا د افغانستان د سولې په هدف، د سیمې سفر پیل کړی دی.
نوموړي تازه په کابل کې په ولسمشر محمد اشرف غني سربېره له یو شمېر افغان سیاسي مشرانو او چارواکو سره کتلي دي.
بلخوا د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، زلمی خلیلزاد پلان لري چې مسکو ته هم سفر وکړي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ مسکو کې خبریالانو ته ویلي چې له خلیلزاد سره له اوږدې مودې راهېسې پېژني او مسکو ته د نوموړي د سفر پر مهال به ورسره یو ځل بیا وګوري.
دا په داسې حال کې ده چې مسکو تازه د افغانستان د سولې په اړه د یوې داسې غونډې کوربه و چې طالب استازو او د افغانستان د سولې د شورا غړو پهکې برخه لرله.