لاریونوال: په ځاځي اریوب کې هوایي برید ترورېستان نه، ملکيان وژلي

د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې ګڼ شمېر لاریون کوونکو نن د لړم په ۲۱مه د دوشنبې په ورځ د تېرې شنبې د ورځې هوایي برید چې د دوی په خبره بې‌پیلوټه الوتکې د ملکي وګړو سراچه ډوله موټر په نښه او د درېیو ښځو او یوه ماشوم په ګډون‌یې د سیمي اتو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله، وغانده.

لاریون کوونکو په یوه پرېکړه‌لیک کې ولايتي چارواکو ته پنځه ورځې وخت ورکړ، څو دوی ته دا ثابته کړي چې د تېرې شنبې ورځې په هوایي برید کې د سیمې ملکي وګړي نه، بلکې ترورېستان په نښه شوي، کنه د هر راز قومي دريځ د پایلو مسؤلیت به د دولت په غاړه وي.

اخوا د ځاځي اریوب ولسوال ښاغلي کفتان اخلاص لاریون کوونکو ته ډاډ ورکړ او ویې‌ویل چې د دوی غوښتنې به له ولایتي ادارې سره شریکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولایتي شورا او د سیمې اوسېدونکو یاده پېښه د هوایي برید له امله، خو ولایتي چارواکي وایي، معلومه نه‌ده چې یاده مرګ ژوبله د هوایي برید او که د سړک د غاړې د ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.