په افغانستان کې د (الفا) په نوم ادارې لهخوا د افغان مېرمنو د ستونزو د موندلو او ورته د هواري د لارو چارو لټولو په اړه پنځه ورځنی سمينار پيل شو.
که څه هم په تېرو څو کلونو کې د افغان ښځو په ژوند کې مثبت پرمختګونه راغلي، خو لاهم دغه مېرمنې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په افغانستان کې د (الفا) په نوم ادارې تازه داسې هڅه پیل کړې څو د یو شمېر ناستو او سمینارونو له لارې د افغان مېرمنو ستونزې ومومي او ورته د هواري لارې چارې ولټوي.
د دغې ادارې یوه مسؤل علي میثم متین د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۱» د دغه سمينار پرانيستغونډه کې وویل:
"د افغان ښځو ناسته یوه پنځه ورځنۍ ناسته ده چې د افغان مېرمنو د ستونزو په اړه په بېلابېلو اړخونو خبرې کېږي، دا مهال افغان مېرمنې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او هیلهمند یوو چې له دغې ناستې مثبته نتیجه ولرو."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ښځو د حقونو مدافع ډلې هم ویلي چې د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره د نړیوالو او کورنیو هڅو سره سره لاهم د افغان مېرمنو د ژوند په ښه کېدو کې د پام وړ بدلون نهدی راغلی او په وینا یې چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو ژوند ته ګواښونه ورځ په ورځ زیاتېږی.
د دوشنبې په ورځ په دې اړه د پرانيستغونډې په څنډه کې یو شمېر مېرمنو ازادي راډيو ته وویل چې لاهم ښځو ته بنسټیز کارونه نهدي ترسره شوي.
ستوریه منندویه وايي، د حکومت ژمنې یوازې د شعار تر کچې پاتې دي او ښځو ته د پام وړ کار نهدی شوی.
نوموړې وویل:
"په خواشینۍ سره چې لاهم ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، کوم څه چې حکومتي چارواکي په رسنیو کې د ښځو د ژوند د بدلون په تړاو وايي، خو هغه بدلون موږ نهګورو، ښځو ته کاري زمینې کمې برابرې شوي، یعنې بنسټیز کار نهدی شوی."
خو د دغه سمينار د پرانيستې پر مهال د افغانستان د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون رئیس نادر نادري وویل چې ښځو ته په بېلابېلو مهمو ادارو کې دندې ورکړل شوي او د لا پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي.
نادر نادري
ده زیاته کړه:
"ولسمشر او د ملي وحدت حکومت په ډېره جدي توګه د ښځو له حقونو دفاع کوي، همدا ده چې یوه مېرمنهیې د قضائیه پلاوي د غړیتوب لپاره معرفي کړې ده او همدغې جدي پالېسۍ پر اساس هڅه شوې ده چې ښځې د تصمیم نیونې په برخو کې حضور ولري."
نوموړي وویل، افغان مېرمنې اوس پوره وړتیا لري چې په بېلابېلو برخو کې کار وکړي او له خپلو حقونو دفاع وکړي.
خو افغان مېرمنې ټينګار کوي چې د ښځو د پیاوړتیا او د ژوند د ښه کېدو لپاره باید بنسټيز کارونه وشي، ورته کاري زمینې برابرې شي او په ځان د بسیاینې لپارهیې اړین پروګرامونه په پام کې ونيول شي.
راپور: ناجیه ساپۍ