د ښځینه‌وو کرکټ جام: هند پاکستان ته او اسټرالیا، ایرلنډ ته ماتې ورکړه

د ښځینه‌وو د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې هندوستان، پاکستان ته او اسټرالیا، ایرلنډ ته ماتې ورکړه.

لومړۍ لوبه د اسټرالیا او ایرلنډ ترمنځ وشوه چې ایرلنډۍ لوبډلې په لومړي بېټېنګ کولو سره په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره اسټرالیایۍ ښځینه لوبډلې ته د ۹۴ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې اسټرالیايۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف د يوې وکټې په زیان سره د لوبې په لسم اور کې پوره او لوبه‌یې په ۹ وکټو وګټله.

په دوهمه لوبه کې بیا پاکستانۍ ښځينه لوبډلې لومړی بېټېنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ وکټو په زیان سره هندۍ ښځینه کرکټ لوبډلې ته د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې هندۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۹ اور کې پوره او لوبه‌یې په ۷ وکټو وګټله.

ټاکل شوې د ښځینه ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو د سبا ورځې په دوو لوبو کې بنګله‌دېش د انګلستان په وړاندې او سوېلي افریقا د سریلانکا په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړ شي.