د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې سولې ته د رسېدو لپاره ټولې خواوې سره نږدې شوي او تمه ده ژر سولې ته ورسېږو.
ښاغلي خلیلزاد پرون دا خبره د جمعیت اسلامي ګوند له اجرائیه رئیس عطا محمد نور سره په لیدنه کې کړې ده.
زلمي خلیلزاد ویلي چې د سولې د پروسې لپاره د کار کولو په هدف باید یو ټول منونکې او واکمنه ډله رامنځته شي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي له دې مخکې وړمه شپه له افغان ولسمشر اشرف غني سره هم لیدلي.
ښاغلی خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي په توګه له ګمارل کېدو وروسته دوهم وار دی چې افغانستان ته ځي او د سولې په اړه بحثونه مخته وړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلی خلیلزاد به تر راتلونکو لسو ورځو له افغان چارواکو او ځینو نورو خلکو سره وګوري، څو د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره لار هواره شي.
ښاغلی خلیلزاد چې مخکې وار هم له کابل وروسته اسلاماباد، دوحې او متحده عربي اماراتو ته تللی و دا وار به بیا همدې ځایونو ته سفر کوي.