په غزې تراړه کې یو اسرائیلی او ۷ فلسطینیان وژل شوي

په غزې تراړه کې په تازه تاوتریخوالي کې پرون یکشنبه یو اسرائیلی او ۷ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې د دوی یو سرتېری پرون د غزې په جنوب ختیځ کې له فلسطینیانو سره په نښته کې وژل شوی او یو بل ټپي دی.

فلسطیني مقاماتو ویلي دي چې په پرونیو شخړو کې د حماس ډلې د پوځي څانګې عزالدین القسام د یوه قوماندان په ګډون ۷ فلسطینیان هم وژل شوي دي.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې حماس او اسرائیل د یوه غیر رسمي اوربند په اړه په خبرو کې پرمختګ کړی دی.

د اسرائیل حکومت تېره اوونۍ قطر ته اجازه ورکړه چې حماس ډلې ته ۱۵ میلیونه ډالر انتقال کړي او په بدل کې حماس په غزې تراړه کې د څو اوونیو راهیسې روانې مظاهرې کمې کړي.

خو د اسرائیلي ځواکونو او د حماس د جنګیالیو ترمنځ د پرونۍ نښتې سبب معلوم نه‌دی.