د لسګونو هېوادونو رهبران په پاریس کې راټول شوي، څو د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو سلمه کلیزه ولمانځي.
نن چې د یوولسمې میلادي میاشتې یوولسمه نېټه ده، پاریس د لومړۍ نړیوالې جګړې د لمانځنې په نړیوال سټېج بدل شوی او د څه باندې شپېتو دولتونو یا حکومتونو مشران پکې راټول شوي دي.
د امریکا او روسیې د ولسمشرانو په ګډون، د نړۍ رهبرانو د نوم ورکي سرتېري د څلي لاندې په مراسمو کې په داسې حال کې برخه واخیسته چې د پاریس اسمان په ورېځو پوښلی و.
په دې مراسمو کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو ګډون په ډاګه کوي چې لومړۍ نړیوالې جګړې څنګه د نړۍ پر بېلابېلو برخو اغېز وکړ، خو له دې سره سره نېږدې دوه لسیزې وروسته بلې ورانوونکې دوهمې نړیوالې جګړې تر هغه لا لوی ناورین پېښ کړ.
په پاریس کې چې د لومړۍ نړیوالې جګړې اصلي لوبغاړي جرمني په ۱۹۱۴ کال کې د هغه د نیولو هڅه کوله، خو مقابل لوري یې په بریالیتوب سره دفاع وکړه، د جګړې د پای ته رسېدو د کلیزې له لمانځلو وروسته د سولې په اړه یوه غونډه جوړه شوې ده چې کوربه یې ولسمشر ایمانوئل مکرون دی.
ولسمشر ډونالد ټرمپ په دې غونډه کې ګډون ونه کړ، ځکه غواړي امریکا ته له ستنېدو مخکې پاریس ته نېږدې د امریکايي پوځیانو هدیرې ته ولاړ شي.
پر ښاغلي ټرمپ له دې مخکې هم له دې کبله انتقادونه وشول چې د باران د ورښت له کبله یې د لومړۍ نړیوالې جګړې د مهال د نښتو یوه مهم ډګر یې ته تګ لغوه کړ.
د لومړۍ نړیوالې جګړې په څلورو کلونو کې د فرانسې، بريتانیا، روسیې او امریکا پوځونه چې د متحدو قدرتونو په نوم یادېږي، د جرمني په مشرۍ د ائتلاف پر وړاندې چې د اتریش او هنګري ګډه امپراتوري او عثماني امپراتوري پکې شاملې وې او د مرکزي قدرتونو په نوم یادېدل، درنې جګړې وکړې او د لومړي ځل لپاره د انسانانو د وژنې لپاره له ګاز څخه هم کار پکې واخیستل شو.
په دې جګړو کې نېږدې لس میلیونه سرتېري او میلیونونه ملکي وګړي ووژل شول چې په یوه ورځ د لسګونه زره سرتېرو د وژل کېدو پېښې هم پکې وې.
متحدایالات ډېر وروسته د ۱۹۱۷ کال په اپریل میاشت کې په دې جګړه کې ښکېل شول، خو د یونیم کال په ترڅ کې د دې جګړې ترټولو مهم ګډونوال شو او د جګړې انډول یې بدل کړ.
د ۱۹۱۸ کال د نوامبر په یوولسمه نېټه چې جګړه پای ته ورسېده، امریکا د نړۍ تر ټولو ځواکمن وسله وال ځواکونه درلودل.
د ځمکې د کُرې په بله خوا کې په استرالیا او نیوزیلنډ کې هم نن په دې مناسبت په بېساري شمېر د مړو او ټپي سرتېرو او ملکي وګړو په یاد غونډې جوړې شوې. استرالیا او نیوزیلند د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال زرګونه کیلومتره لېرې په اروپا کې، په تېره په ۱۹۱۵ کال کې د ترکیې په ګالیپولي کې خپل لسګونه زره سرتېري له لاسه ورکړل.