په فراه کې سږکال ۶۰۰ مټریک ټنه عناب تولید شوي

په فراه کې سږکال ۶۰۰ مټریک ټنه عناب تولید شوي دي.

د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، له دې لارې د دې ولایت بزګرانو او سوداګرو یو میلیارد او ۸۰۰ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.

عناب هغه طبي بوټی دی چې د ارزښت له مخې په سرو زرو مشهور دی.

عناب د هېواد په ځینو سېمو کې په خپل سر شنه کېږي او په ځینو نورو سيمو کې بیا د کرنې وزارت او خلکو له خوا کرل کېږي.

فراه د هېواد په کچه د عنابو تر ټولو مهم تولیدوونکی ولایت دی چې دمګړۍ په دې ولایت کې په یو زر او ۲۰۰ هکټاره ځمکه عناب کرل شوي دي.

د فراه ولایت د کرنې ریاست وایي چې په دې ولایت کې شپږ زره کسان په مستقیم او ۱۸ زره کسان په غیر مستقیم ډول د عنابو په کرکيله بوخت دي.