عیسوۍ مېرمن اسیه بي بي جرمني ته د تګ هوډ لري

پاکستانۍ عيسوۍ مېرمنه اسيه بي بي چې مقدساتو ته په سپکاوي تورنه ده او تېره مياشت برائت ورکړل شو، غواړي جرمني ته لاړه شي.

دا خبره نن يکشنبه د هغې مدافع وکيل د جرمني له يوې ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې ده.

د اسيه بي بي مدافع وکيل سيف الملوک د جرمني بيلډ امزونتاګ ورځپاڼې سره نن په خبرو کې ويلي:

"اسيه بي بي به ډېره خوشحاله وي، که وکړاى شي چې له خپلې کورنۍ سره جرمني ته لاړه شي."

جرمني له هغو اروپايي هېوادونو څخه دى چې ويلي يې دي، د اسيه بي بي او د هغې د کورنۍ منلو ته تيار دى.

جرمنۍ ورځپاڼې بيلډ امزونتاګ د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د يوه چارواکي په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، پر دې موضوع له پاکستاني چارواکو سره په سلا مشوره بوخت دي، خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

د اسيه بي بي خاوند عاشق مسيح بيا د ايټاليا حکومت ته د پناه درخواست وړاندې کړى و او ايټاليا هم ويلي چې پر دې موضوع له اسلام اباد سره په سلا مشوره بوخته ده.

اسيه بي بي چې اصلي نوم يې اسيه نورين دى، د اسلام لوى پيغمبر حضرت محمد(ص) ته د سپکاوي په تور اته کاله مخکې ونيول شوه او د مرګ په سزا محکومه شوه.

خو د پاکستان سترې محکمې د اکتوبر د مياشتې په ٣١ مه د هغې د مرګ سزا لغوه کړله.

دا مسئله د دې سبب شوه چې افراطي کسان په پاکستان کې قهرجنې او له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې وکړي او پر اسيه بي بي يې د اعدام د حکم د عملي کېدو غوښتنه وکړه.

خو افراطي ډلې تحريک لبيک پاکستان له حکومت سره تر يوه جوړجاړي وروسته خپلې مظاهرې پاى ته ورسولې.

دغې ډلې یوه غوښتنه دا هم کړې وه چې عیسوۍ اسیه بي بي دې له هېواده دباندې تګ ته نه پرېښوول کېږي.

د پاکستان حکومت هم اته ورځې مخکې څرګنده کړې وه چې پرې به نږدي چې اسيه بي بي له پاکستانه بهر سفر وکړي او د هغې په اړه د سترې محکمې پر پرېکړه غور روان دى.

بل خوا د پاکستان صدراعظم وايي، حکومت یې د اسیه بي بي په قضیه کې د سترې محکمې پر پرېکړه ولاړ دی.

عمران خان

عمران خان دا څرګندونې د شنبې په ورځ په لاهور کې د بېوزلو لپاره د پناه ځای د پرانیستې د غونډې پر مهال وکړې او زیاته یې کړه:

"حکومت د سترې محکمې پر پرېکړې ولاړ دى، په دې برخه کې هېڅ جوړجاړى نه کېږي."

اسيه بي بي چې ورباندې لګول شوي تورونه ردوي، تېره چهارشنبه د ملتان له يوه زندانه خوشې شوه او د حملو له ډاره په اسلام اباد کې يوه نامعلوم ځاى ته ولېږدول شوه.

د هغې مدافع وکيل سيف الملوک په امنيتي ملحوظاتو له پاکستان څخه هالنډ ته تللى دى.

په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي لپاره د مرګ سزا ټاکل شوې ده.

د امريکا د مذهبي ازاديو کمېسيون د روان ميلادي کال د راپور له مخې په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي په تور ٤٠ کسان يا زندانونو ته اچول شوي، يا د مرګ سزا ورته ټاکل شوې ده.