عمران خان: حکومت به د سترې محکمې پر پرېکړو هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، حکومت یې د عیسوۍ مېرمنې اسیه بي بي په قضیه کې د سترې محکمې پر پرېکړې ولاړ دی او په دې کې به هېڅ ډول جوړجاړی نه کوي.

نوموړی همداشان وايي، د قانون واکمني د سترې محکمې پر پرېکړو د عمل کولو له لارې ټینګېدای شي او په خبره یې چې د سترې محکمې پر پرېکړو د نه عمل کولو په صورت کې قانون له منځه ځي.

عمران خان دا څرګندونې د شنبې په ورځ په لاهور کې د عیسوۍ مېرمنې اسیه بي بي د قضیې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

د پاکستان سترې محکمې اسیه بي بي ته مقدساتو ته د سپکاوي په تور د مرګ په سزا محکومه کړه، خو وروسته یې د خوشې کېدو پرېکړه وکړه.

د سترې محکمې تر دغې پرېکړې وروسته په ټول پاکستان کې پراخې قهرجنې مظاهرې وشوې چې بیا وروسته د مذاکراتو په لړ کې تر یوه تفاهم لیک وروسته پای ته ورسېدې.

د یادونې وړ ده چې له بنده د اسیه بي بي تر خوشې کېدو وروسته د هغه خاوند عاشق مسیح ویلي وو چې په پاکستان کې خوندي نه دي او پر ځینو هېوادونو یې غږ کړی و چې دوی ته پناه ورکړي.