د چک جمهوریت صدراعظم، کوندرا ته د چکي تابعیت د ورکولو وړاندیز وکړ

د چک جمهوریت صدراعظم ۸۹ کلن لیکوال میلان کوندرا ته د چکي تابعیت د بېرته ورکولو وړاندیز وکړ.

څو لسزې پخوا د چکسلواکیا کمونېست حکومت له کوندرا څخه تابعیت واخیست.

د چک صدراعظم اندرې بابیس پرون شنبه په پاریس کې وویل:

"کوندرا په رښتیا مستحق دی چې خپل تابعیت بېرته ترلاسه کړي."

له کوندرا او د هغه له مېرمنې ویرا څخه د شوروي په دوره کې په ۱۹۷۹ میلادي کال د چکسلواکیا کمونېست رژیم تابعیت واخیست او دوی په ۱۹۷۵ میلادي کال فرانسې ته پناه یووړه.

کوندرا په ۱۹۲۹ میلادي کال زېږېدلی او ده په خپلو اثارو کې د چکسلواکیا په کمونېستي رژیم کې د ژوند شرایط انځور کړي دي.