ګارډین: د مسکو د غونډې نتایج د پام وړ نه وو

ګارډین:

د ګارډین ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو پر غونډي تبصره لیکلې ده.

ورځپاڼه لیکي، روسیه داسې مهال د دې غونډې کوربه توب کوي چې کرملین هڅه کوي چې د اسلامپالو یاغیانو او د امریکا په پلوۍ د کابل د حکومت ترمنځ د سولې د منځګړي په توګه رول ادا کړي.

ګارډین لیکي، له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو تر وتلو تقریباً دېرش کاله وروسته په مسکو کې د جمعې د ورځي غونډه په افغانستان کې د روسیې د نویو هیلو ښکارندویي کوي.

د ورځپاڼي په لیکنه، که څه هم د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې غونډه کې د طالبانو حضور د یوه بېساري اقدام په توګه نړۍ ته وښود، خو د لیکوال په خبره، د غونډې نتایج د پام وړ نه وو.

وسله والو طالبانو په قطر کې له خپل سیاسي دفتره ۵ تنه استازي دې غونډي ته استولي وو، خو د افغانستان حکومت کوم مستقیم استازی په دې غونډه کې نه درلود.

افغان حکومت او طالبانو دواړو دا خبره رد کړې چې ګواکې د مسکو غونډه دې د دواړو لورو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې وې.

ګارډین لیکي، مسکو په وروستیو کلونو کې تر ډېره په نړیوالې ډیپلوماسۍ کې د ستونزو د هواري په برخه کې د یوه لوی رول ادا کولو هڅه کړې ده.

لیکوال زیاتوي، روسیې دغه راز د ترکیې او ایران په ملګرتیا د سوریې د سولط د خبرو ابتکار هم کړی و.

افغانستان او سوریه دواړه هغه هېوادونه دي چې امریکا پکې فعال پوځي حضور لري.

د ګارډین ورځپاڼي په دې غونډه کې د طالبانو د استازو د مشر شېر محمد عباس ستانکزي هغه څرګندونې راخيستي چې ګواکې د کابل حکومت مشروع نه ګڼي.

ستانکزي روسي رسنیو ته ویلي چې د کابل له ادارې سره یې خبري نه دي کړي او زیاتوي چې کابل حتی دې غونډې ته خپل یو استازی ور ونه لېږه.

شېر محمد عباس ستانکزي د طالبانو هغه غوښتنه بیا تکرار کړې ده چې ټول نړیوال ځواکونه دې له افغانستانه ووځي.

ګلوب اينډ میل:

ګلوب اينډ میل کاناډایي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د کاناډا د مرستو د ارزونې په اړه یوه مقاله لیکلې ده.

ورځپاڼه وایي، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې کریسټیا فریلنډ په کاناډا کې دننه له افغانستان سره د خپلو مرستو د ارزونې سپارښتنه کړې، څو معلومه کړي چې په یو شمېر مشکوکو پروژو کې د کاناډا د ټکس ورکوونکو پیسې ضایع شوي، که څنګه او دا چې د نورې څارنې اړتیا ډاډمنه کړي.

لیکوال زیاتوي، دا سپارښتنه وروسته له هغه شوې چې ګلوب اينډ میل ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ په یوه راپور کې د امریکا د څارونکې ادارې موندنې خپرې کړې.

په دې راپور کې راغلي وو چې د کاناډا په ګډون د لوېدیځو هېوادونو میلیاردونه ډالره مرسته د پراخ فساد په نتیجه کې ضایع شوې او یا په سمه توګه نه ده لګول شوې.

ګلوب اينډ میل زیاتوي، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، هېواد یې لېواله دی چې له نورو هېوادونو سره مرسته وکړي، خو وایي، په دې باید ډاډه وي چې دا مرستې یې بې ځایه نه دي لګول شوي او پر داسې لارو چارو ولګېږي چې مثبتې تمامې شي.

له ۲۰۰۲ میلادي کال راپه دېخوا کاناډا له افغانستان سره څه باندې درې میلیارده ډالره مرسته کړې ده.