اروپايي ټولنې د اوکراین د ځینو شمالي سیمو انتخابات رد کړي

اروپايي ټولنې یوه اعلامیه خپره کړې او په هغې کې یې د اوکراین په ختیځ کې د هغو سیمو انتخابات رد کړي چې د روس پلوو بیلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې دي.

ټاکل شوې چې دا انتخابات سبا ترسره شي.

اروپايي ټولنې ویلي دي چې دا نړیوال قانون ماتول او د اوکراین د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د مینسک له تړون څخه سرغړاوی دی.

د اروپايي ټولنې په بیان کې راغلي چې دا ټولنه د لوهانسک او ډونیڅک تش په نوم نومول شویو جمهوریتونو کې چې د اوکراین د حکومت په کنټرول کې نه دي، د نومبر د میاشتې د ۱۱ مې نېټې پلان شوي انتخابات غیر قانوني او نامشروع بولي او په رسمیت یې نه پېژني.

اروپايي ټولنې په دې بیان کې چې د جمعې په ورځ یې خپور کړی، له روسیې غوښتي چې پر هغو بېلتون غوښتونکو دې چې ملاتړ یې کوې، له خپل ټول فشار کار واخلي او د پراخ اوربند او د درنو وسلو په ایستلو دې د مینسک د هوکړو بشپړ او چټک عملي کېدل ډاډمن کړي.

اروپايي ټولنې او په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال روسيماري ډایکارلو مخکې هم دا پلان شوي انتخابات رد کړي وو.