په پاریس کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د سلمې کلیزې مراسم نن پیل شول

د فرانسې په پایتخت پاریس کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو د سلمې کلیزې مراسم نن پیل شول.

تمه کېږي چې د نړۍ د هېوادونو تر شپېتو زیات مشران به نن او سبا په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

دا مراسم به د جګړې د متارکې په دقیق وخت چې د یولسمې میاشتې د یولسمې نېټې د یولسم ساعت یولسمه دقیقه ده، د دې جګړې د نوم ورکي سرتېري له یادګار سره اوج ته ورسېږي.

د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ د دې مراسمو لپاره پاریس ته رسېدلی دی.

نوموړي د نومبر په لسمه نېټه پر سوشل رسنیو ولیکل:

”ایا د جګړې د پای ته رسېدو له لمانځنې بهتر څه شته، هغه هم د داسې جګړې چې په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ او بده جګړه وه.“

ولسمشر ټرمپ او مېرمن یې میلانیا ټرمپ به د شنبې په ورځ د فرانسې په بیلیو کې په دې جګړه کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو هدیرې ته ورشي.

د کاناډا صدراعظم جسیټین تروډو نن سهار د فرانسې په شمال کې هغې هدیرې ته ورغی چې په کې د لومړۍ نړیوالې جګړې قرباني کاناډايي سرتېري ښخ دي.

له ۱۹۱۴ څخه تر ۱۹۱۸ میلادي کال پورې په لومړۍ نړیواله جګړه کې چې شااوخوا څلوېښت هېوادونه په کې ښکېل وو، ۹ میليونه سرتېري او ۶ میليونه ولسي خلک ووژل شول.

دې جګړې د اروپا نقشه بدله کړه او استرو هنګرین، روسیې او عثماني امپراتوریو نړېدو ته یې لاره هواره کړه.