د افغانستان دفاع وزارت وايي، د جمعې له ورځې راهېسې یې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۴۱ وسله وال ترهګر وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې نن سهار دفاع وزارت خپره کړې، ویلي شوي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ ګډ تعرضي او تصفیوي عملیات، ۹۸ ځانګړي کومانډویي دندې او ۷ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو ترسره کړي دي.
دفاع وزارت زیاتوي چې دا عملیات د هوايي ځواکونو په ملاتړ د کونړ، ننګرهار، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیکا، کندهار، فراه، سمنګان او هلمند په ولایتونو کې شوي او تر ټولو ډېره مرګ ژوبله یې په هلمند او غزني کې وسله والو ته اړولې ده.
د دفاع وزارت د خبرپاڼې په وینا، د هلمند ولایت د کجکي او ناوې په ولسوالیو کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان دي، د غزني ولایت د واغظ او اندړو په ولسوالیو کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان او د لوګر ولایت د برکي برک په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.
طالبانو د افغانستان د دفاع وزارت د دې ادعاوو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.