ولسمشر غني د بامیان د امنیت لپاره د ۴۴۳ سرتېرو د یوې قطعې حکم وکړ

ولسمشر اشرف غني وايي، د بامیان ولایت د امنیت د تامین لپاره یې د ځانګړو عملیاتو په ترسره کولو سربېره د ملي امنیت د ریاست په چوکاټ کې دغلته د ۴۴۳سرتېرو د یوې قطعې حکم صادر کړی دی.

ولسمشر غني چې د جمعې په ورځ بامیان ته رسېدلی، دا خبره یې نن دغلته د قومي مشرانو یوې غونډې ته کړې.

نوموړي نن په بامیانو کې د برښنا او سړکونو په برخو کې څو پراختیايي پروژې پرانیستې او له ځايي چارواکو سره په کتنو سربېره د قومي مشرانو، دیني عالمانو، د بامیانو له مدني فعالانو، د پوهنتونونو او ښوونځیو له استادانو سره جلا جلا لیدنې وکړې.

ارګ وايي چې ولسمشر په بامیان کې د بامیان د ښار ماسټرپلان هم لاسلیک کړ.

ښاغلي غني د قومي مشرانو یوې غونډې ته وویل، په بامیانو کې چې کومه پانګوونه په تېرو څلورو کلونو کې شوې، د تاریخ په اوږدو کې نه ده شوې.

نوموړي وویل، بامیان ته ورکړل شوي امکانات د دوهمې درجې د ولایت له امکاناتو زیات دي.

ولسمشر غني د محلي ارګانونو له خپلواکې ادارې وغوښتل چې د دوهمې درجې ولایت ته دې د بامیان د لوړولو پروسه دې چټکه کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني په بامیان کې دا هم وویل چې د جاغوري ولسوالۍ په شمول په اداري واحدونو تجدید نظر کوي.