- واشنګتن پُسټ
مسکو د افغان سولې په تړاو د خبرو په کوربه توب وښوده چې یوې سترې لوبې ته بیا ور ګرځیدلی. دا د واشنګتن پُسټ ورځپاڼې د یوې مقالې عنوان دی.
په مطلب کې راغلی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان د سولې عالي شورا او طالب پلاوي په حضور کې ژمنه وکړه چې د یوه متحد او سوله ییز افغانستان لپاره به کار کوي.
په مسکو کې د نومبر په نهمه د جمعې په ورځ د افغان سولې په تړاو یوه ناسته وشوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سولې شورا د یوې خپلواکې ادارې په توګه په دې ناسته کې ګډون کړی نه د حکومت په استازیتوب.
واشنګتن پُسټ: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان د سولې عالي شورا او طالب پلاوي په حضور کې ژمنه وکړه چې د یوه متحد او سوله ییز افغانستان لپاره به کار کوي.
واشنګتن پُسټ ویلي چې روسیې د سولې دا بې سارې غونډه د افغانستان له اشغال او له دغه هېواده تر وتلو نږدې دېرش کاله وروسته جوړ کړه.
په دوام کې د امریکا متحده ایالتونو له خوا هم د سولې هڅو ته اشاره شوې ده.
واشنګتن پُسټ: دا هڅې داسې وخت کیږي چې طالبان لا هم له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته نه دي حاضر شوي.
د مقالې لیکوال ویلي چې د افغانستان د سولې او پخلاینې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اکتوبر میاشت کې د طالبانو له استازیو سره په قطر کې وکتل.
دا هڅې داسې وخت کیږي چې طالبان لا هم له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته نه دي حاضر شوي.
- ډیلي ټیلیګراف
ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې هم د مسکو په ناستې مقاله لیکلې ده.
په مقاله کې راغلي چې طالب استازیو د لومړي ځل لپاره په نړیواله کچه خبرو کې برخه واخیسته.
په مقاله کې راغلي چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د رییس شیرمحمدعباس ستانکزي په مشرۍ د دې ډلې پنځو غړیو د مسکو په ناسته کې برخه واخیسته.
ډیلي ټيلیګراف :دا ناسته مسکو ته وخت ورکوي چې د سولې په هڅو کې چې تر اوسه د واشنګتن په اختیار کې وې نفوذ وکړي.
په دوام کې لولو چې هم افغان چارواکو او هم طالب پلاوي ټینګار درلود چې دا لیدنه د سولې د رسمي خبرو په معنی نه ده.
دواړو لوریو یواځې خپل وړاندیزونه مطرح کړل.
د پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو استازیو هم د مسکو په ناسته کې برخه درلوده.
خو د ډیلي ټيلیګراف د مقالې د لیکوال په باور دا ناسته مسکو ته وخت ورکوي چې د سولې په هڅو کې چې تر اوسه د واشنګتن په اختیار کې وې نفوذ وکړي.
د پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو استازیو هم د مسکو په ناسته کې برخه درلوده.
په مسکو کې د امریکا د سفارت یو ډپلوماټ هم په دې ناسته کې د ناظر په صفت حاضر و.